CRI Online

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ځانګړي استازي وانګ يي د م م د اقليمي عملياتو په سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-09-24 16:06:39

د سپتمبر په ۲۳ مه نېټه د م م د اقليمي عملياتو سرمشريزه غونډه په نيويارک کې د م م په مقر کې ترسره شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ځانګړي استازي ، د دغه هېواد د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي په دغه سرمشريزه کې ګډون او وينا وکړه.

وانګ يي په خپله وينا کې وويل ، اقليمي بدلون د بېلابېلو هېوادونو پر وړاندې ګډه ننګونه ده او د له منځه وړلو په برخه کې يې د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ ګډې همکارۍ د انسانانو پر راتلونکي برخليک اغېز کوي، اوسمهال په نړۍ کې د اقليمي بدلون د حل چارې کليدي پړاو ته داخلې شوې، نړيواله ټولنه دې له اقليمي بدلون سره د مقابلې پر سم لوري ټينګار وکړي، ټينګ باور دې ولري او خپلو هلو ځلو ته دې ادامه ورکړي.

((موږ بايد د اقليمي بدلون پر وړاندې د مبارزې لپاره ټينګ هوډ ولرو. خپلې ژمنې دې عملي کړو، د پاريس تړون او اړوند مقررات دې په ښه توګه پلي کړو،د روانې سرمشريزې او د اقليمي بدلون په اړه د م م د چوکاټي تړون لاسليک کوونکو د ۲۵ مې غونډې د لاسته راوړنو لپاره دې هڅې وکړو او له ۲۰۲۰ کال وروسته دې اړوندو څواړخيزو پروسو ته نوی خوځنده ځواک ورکړو. په دغو برخو کې د نړيوالې ټولنې ګډه اراده او د نړيوالو همکاريو تمايل به له اړوندو مهمو تړونونو څخه د ځينو هېوادونو د وتلو له امله نه بدليږي. موږ بايد د ټاکلو عملياتو د بشپړولو لپاره هم ټينګ هوډ ولرو او د ګډو همکاريو لپاره دې صميميت وښيو. موږ بايد پر څو اړخيزم ټينګار وکړو، د پرمختيايي هېوادونو د توان د پياوړتيا په برخه کې دې مرستې برابرې کړو. پرمختللي هېوادونه دې تر نورو وړاندې د ککړو ګازو د خپراوي اندازه کمه کړي او خپله هغه ژمنه دې عملي کړي چې له مخې يې له۲۰۲۰ کال مخکې هر کال د پرمختيايي هېوادونو لپاره ۱۰۰مليارډه مرستندويې پيسې راټولې کړي.))

وانګ يي وويل، چين يو د نړيوالې ټولنې له مسئوليت منونکو غړو څخه دی او خپلې ژمنې به عملي کړي او د خپلو عملياتو د لاسته راوړنو لپاره به هڅې وکړي .

(( چين نوې پرمختيايي مفکوره پلې کوي او د چاپيريال ساتلو او د ککړو ګازو د کمولو پر بنسټ دوامداره پرمختګ غواړي. چين به په جدي توګه د اقليمي بدلون په اړه د م م په چوکاټي تړون او د پاريس په تړون کې ټاکل شوې دندې ترسره کړي او خپلې موخې به پر وخت پوره کړي. چين به له بېلابېلو خواوو سره په ګډه د چاپيريال ساتلو پر بنسټ"يو کمربند او يوه لار "جوړه کړي او د يو کمربند او يوې لارې د شنه پرمختګ په نوم له نړيوال اتحاد او داسې نورو ډګرونو څخه به په ګټه اخيستلو د اقليمي بدلون پر وړاندې د مبارزې په برخه کې نړيوالو ګډو همکاريو ته زياتې زمينې برابر کړي.))

وانګ يي همدارنګه زياته کړه چې چين د ايکولوژۍ ساتنې ته ډېر اهميت ورکوي او په دې برخه کې يې له اړوندو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو سره په ګډه څه باندې ۱۵۰ وړانديزونه طرحه کړي او څه باندې ۳۰ نمونوي پروژې يې ثبتې او معرفي کړې دي.

وانګ يي وويل: که هر څومره په نړيوالو حالاتو کې بدلونونه رامنځته شي، د اقليمي بدلون د مخنيوي په برخه کې به د چين ګامونه، له نورو هېوادونو سره يې د ګډو همکاريو اراده او د څو اړخيزو پروسو د پرمخبيولو لپاره يې هلې ځلې بدلې نه شي.

((د اقليمي بدلون پر وړاندې مبارزه سخته او اوږده ده، که بېلابېل هېوادونه ګډې هڅې وکړي، نو يوه پاکه، ښکلې ، اباده او هوسا نړۍ به هرومرو جوړه کړي.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای