CRI Online

چين د ځمکې ګردې کرې د اقليمي بدلون د مخنيوي لپاره دواملرونکی او فعال ځواک دی

cri     (GMT+08:00) 2019-09-24 20:16:12

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د سپتمبر په ۲۴مه نېټه يوه تبصره خپره کړه چې نوم يې دی ( چين د ځمکې ګردې کرې د اقليمي بدلون د مخنيوي لپاره دوامدار او فعال ځواک دی).

په دغه تبصره کې ليکل شوي چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ځانګړي استازي، د دولتي شورا غړي او د خارجه وزير وانګ يي د سپتمبر په ۲۳مه نېټه د م م د اقليمي چارو په سرمشريزه غونډه کې وويل، چې چين به په جدي توګه د اقليمي بدلون په اړه د م م د چوکاټي تړون او د پاريس تړون له مخې خپلې دندې پر غاړه واخلي او په وخت به خپله ژمنه تر سره کړي. چين يو ځل بيا په نړيواله صحنه کې په ښکاره توګه د اقليمي بدلون د مخنيوي په اړه خپله ژمنه تکرار کړه. له دې څخه د يو مسؤلانه هېواد په توګه د چين ټينګه اراده څرګندېږي.

په دغه تبصره کې راغلي چې چين د يادې غونډې له شروع کېدو مخکې د دغې غونډې د مطالبو په باب يو سند خپور کړ چې عنوان يې دی ( د اقليمي بدلون په اړه د م م سرمشريزه غونډه: د چين دريځ او عمل ). چين په دغه سند کې څرګندوي چې چين به د پخوا په شان په مداومه توګه د پاريس تړون تطبيق کړي او خپله ژمنه به په پوره توګه تر سره کړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای