CRI Online

روان کال به د چين د ملي جشن د نمانځنې لپاره د پوځي رسم ګذشت پيمانه د تېرو څو کلونو په پرتله تر ټولو لويه وي

cri     (GMT+08:00) 2019-09-25 10:35:08

زمونږ خبريال د سپتمبر په ۲۴مه نېټه د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو د اويايمې کاليزې د نمانځنې له مطبوعاتي مرکز څخه خبر اخيستی چې روان کال د چين د ملي جشن د نمانځنې لپاره د پوځي رسم ګذشت پيمانه به د تېرو څو کلونو په پرتله تر ټولو لويه وي او پکې به ځيني پرمختللې وسلې او تجهيزات وښودل شي. له سږني پوځي رسم ګذشت څخه به د پوځي اصلاحاتو او پياوړتيا د پرمخبيولو په برخه کې د چين سترې لاسته راوړنې،د حاکميت، امنيت، پرمختيايي ګټو،نړيوالې سولې او سيمه ييز ثبات د ساتلو په برخه کې د چين پوځ ټينګ هوډ څرګند شي.

د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو د اويايمې کاليزې د نمانځنې د پوځي رسم ګذشت فعاليت به د اکتوبر په لومړۍ نيټه په بېجينګ کې تر سره شي. د دې پوځي رسم ګذشت د لارښوونکې ډلې د دفتر مرستيال او د چين د مرکزي پوځي کميټې د درستيزانو د جنګي چارو ادارې مرستيال بريد جنرال څای جي جون د سپتمبر په ۲۴مه نېټه په بېجينګ کې له کورنيو او بهرنيو خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې دغه پوځي رسم ګذشت پر دوو پړاوونو ويشل کيږي او د اتياوو دقيقو لپاره به دوام ولري چې پيمانه به يې د تېرو څو کلونو په پرتله تر ټولو لويه وي. هغه وويل، په دې پوځي رسم ګذشت کې به ګډونوال ځواکونه د بېجينګ ښار د چانګ ان واټ په دواړو غاړو کې ليکه ليکه ځايونه ونيسي او د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ به دغه پوځي رسم ګذشت وګوري.د دې ترڅنګ د ملي بېرغ د ساتلو هوايي ډله،د ځمکني پوځ او تجهيزاتو ډلې او هوايي ډله به په وار سره د تيان ان من له ميدان څخه تېر شي.په دې پوځي رسم ګذشت کې به د ۵۹ پوځي ډلو او ګډ پوځي بانډ شاوخوا پنځلس زره تنه ګډون ولري او څه باندې ۱۶۰ الوتکې او تجهيزات به وښودل شي چې پيمانه به يې د تېرو څو کلونو په پرتله تر ټولو لويه وي.دغه پوځي رسم ګذشت په نوې زمانه کې د چين د ملي جشن د نمانځنې لپاره لومړی رسم ګذشت دی چې موخه يې د ملي حاکميت، امنيت، پرمختيايي ګټو،د نړيوالې سولې او ثبات د ساتلو لپاره د چين پوځ د ټينګ هوډ ښودنه ده. بريد جنرال څای جي جون وويل چې دغه پوځي رسم ګذشت ډېر د پاملرنې وړ ټکي لري. ځيني پوځي ډلې به لومړي ځل په دې پوځي رسم ګذشت کې ګډون وکړي او پکې به ډېرې نوې ډول وسلې وښودل شي.هغه زياته کړه ، د ځمکني پوځ ځينې ډلې چې د چين د ځانګړو عصري پوځي ځواکونو د سيستم له مخې تنظيمې شوې، په لومړي ځل به په ياد رسم ګذشت کې ګډون وکړي.د داخلي مغولستان په جو ژي هه علاقه دارۍ او سمندري سيمو کې تر رسم ګذشت وروسته به ډېرې نوی ډول وسلې هم په لومړي ځل په دغه رسم ګذشت کې وښودل شي.په عين وخت کې زياتره ګډونوالې پوځي ډلې به د جنرالانو تر لارښوونې لاندې وي چې شمېر به يې د تېرو څو کلونو په پرتله تر ټولو زيات وي. سربېره پردې په دغه رسم ګذشت کې به د چين سوله ساتونکې ډله د ځمکني پوځ په ډله کې شامله شي چې ور څخه د نړيوالې سولې او سيمه ييز ثبات د ساتلو لپاره د چين ټينګ هوډ او توان څرګنديږي.

څای جي جون وويل چې اوس د چين پوځ تر اصلاحاتو وروسته ائتلافي پړاو ته داخل شوی دی.نو د بېلا بېلو پوځي ځواکونو پيوستون او د ائتلافي جنګي توان پياوړتيا د چين پوځ د اصلاحاتو او پياوړتيا عمده پرمختيايي لوری دی.د دې پوځي رسم ګذشت له بېلا بېلو برخو څخه دا ډول پيوستون هم ښکاري.

د معلوماتو له مخې په چين کې د ۹۷ هېوادونو د سفارتونو ۱۸۸ تنه پوځي افسران به هم د چين د ملي جشن د نمانځنې لپاره پوځي رسم ګذشت مراسم له نژدې وګوري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای