د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د سپتمبر په ۲۴ مه نېټه د بواو اسيايي فورم په اسيا کې د بې وزلۍ د له منځه وړلو رپوټ خپور کړ. د دغه رپوټ لوی ايډېټر او د چين د کرنې پوهنتون پروفيسر لي شياو يون په همدې ورځ په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل چې د اسيايي هېوادونو له ګډو تجربو څخه ښکاري چې ثابت سياسي حالت او اقتصادي وده د بې وزلۍ د له منځه وړلو مهم بنسټ دی، له ۱۹۹۰ کال څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې په اسيا کې د ډېرو بې وزلو کسانو په شمېر کې ٪50 کموالی راغلی او له دې جملې څخه تر نيمايي زياته برخه يې د چين د خدمتونو په وسيله ترسره شوې ده.
نوموړي زياته کړه چې هغه هېوادونه چې سياسي حالات يې نسبتاً ثابت دي، د بې وزلۍ د کمېدو سرعت يې هم نسبتاً چټک دی. اقتصادي وده د بې وزلۍ د له منځه وړلو مهم بنسټ دی، خو د اقتصادي ودې ترڅنګ ښايي ځينو بې وزلو خلکو لاهم ګټې ترې نه وي اخيستې. چين له خپل ټاکلي پلان او موخو سره سم د بې وزلۍ د له منځه وړلو چارې ترسره کوي او له نړۍ سره خپلې تجربې شريکوي.
(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |