د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م د ۷۴مې عمومي اسامبلې عادي بحث د سپتمبرپه ۲۴مه نېټه په نيويارک کې د م م په مقر کې پيل شو. په دغې غونډې کې به د ځينو هېوادونو د حکومتي مشرانو او لوړو پوړو استازو په شمول څه باندې ۱۰۰ کسان د لويو ستونزو او چالينجونو، چې بشر ورسره مخامخ دی، د حل په اړه بحثونه وکړي.
د م م سرمنشي انتونيو ګوټريس په خپله وينا کې د ملګرو ملتونو منشور کې وګړيو ته د لومړيتوب ورکولو روحيه ياده کړه. هغه وويل چې ملګري ملتونه بايد په خپلو ټولو کارونو کې د خلکو چارې په نظر کې ونيسي او د وګړيو انديښنو او هيلو ته دې ځواب ويونکی واوسي.
نوموړي وويل، موږ اوس په يوې خړپړې نړۍ کې اوسېږو. د يمن، ليبيا او افغانستان شخړې نه دي حل شوي، د ډېرو يو اړخيزو کړنو له امله د فلسطين او اسرايئلو ترمنځ شخړو کې دوه هېوادونه طرحه رول نه شي لوبولی، په وينزويلا کې د بشر دوستۍ حالات سخت دي، په خليج سيمه کې د وسلوالې شخړې د رامنځته کېدو امکان زيات شوی، د م م سوله ساتونکې چارې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي او داسې ورته نورې ستونزې هم شته دي چې پر نړۍ يې د انديښنو سيوری غوړولی. نوموړي د يادو ستونزو او چلينجونو په اړه انديښنه څرګنده کړه.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |