د سين هوا اژانس د خبر له مخې، چين د سپتمبر د ۲۵مې نېټې د سهار په اتو بجو ۵۴ دقيقو، د جيو چوان په نوم د سپوږمکيو په توغونکې مرکز کې د CZ-2 دينګ وړونکي راکټ له لارې د يون های لومړۍ نمبر- 02 سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله. دغه سپوږمکۍ ټاکلې مدار ته رسېدلې او دغه دنده په برياليتوب سره بشپړه شوې ده.
ياده سپوږمکۍ په عمده توګه د هوا او سمندر د چاپېريال د عوامل د څېړنې، د فضايي چاپېريال د انکشاف، د ناورينونو د مخنيوي او علمي ازموينو په برخو کې کار کوي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |