CRI Online

د م م د دوامدار پرمختګ هدفونو په سرمشريزه غونډه کې يوه سياسي ابلاغيه تصويب شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-09-25 17:04:05

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م د دوامدار پرمختګ هدفونو سرمشريزه غونډه د سپتمبر په ۲۴ مه نېټه د امريکا په نيويارک کې د م م په مقر کې تر سره شوه او پکې يوه سياسي ابلاغيه تصويب شوه. د م م غړيو هېوادونو په ياده ابلاغيه کې ژمنه وکړه چې په راتلونکو لسو کلونو کې پېسې راغونډې او د ۲۰۳۰ کال مخکې د دوامدار پرمختګ هدف تر سره کړي، څو هيڅوک ترې بې برخې نه شي.

د م م سرمنشي انتونيو ګوترېس له نړۍ څخه غوښتنه وکړه چې د اوسنيو شخړو د حلولو، د زور زياتيو د مخنيوي، د دوامدار پرمختګ په موخه د پانګونې د زياتوالي او د غير قانوني پيسو پرضد دې اقدامات وکړي تر څو د سياسي او اقتصادي اصلاحات لپاره د پرمختيايي هېوادونو ملاتړ تر لاسه شي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای