CRI Online

د شينجيانګ پر سمسورتيا او پرمختګ تور لګولو ته اجازه نه ورکول کېږي

cri     (GMT+08:00) 2019-09-25 19:03:01

د سږ کال د سپټمبر ۲۵مه نېټه په سوله ييزه توګه د چين د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د ازادېدو له اويايمې کاليزې سره برابره ده. شينجيانګ د اوږدې مودې راهيسې د پرمختګ پر اساس له يوې وروسته پاتې سرحدي سيمې څخه د چين پر شمال لوېديځې دروازې بدل شوی. په تېره بيا، د ترهګرۍ او افراطيت ضد تګلارې په تېرو څو کلونو کې په شينجيانګ کې تر سره شوې، ټولنيز نظم يې بيا ارام او امين شوی. شينجيانګ د سمسورتيا او پرمختګ په نوي زمانه کې قرار لري.

مګر په لوېديځو هېوادونو کې ځېني کسان چې ناوړه موخه لري، په بې دليله ادعا ګانو سره پر شينجيانګ تور لګوي. د امريکا د ولسمشر د مرستيال ميک پينس او خارجه وزير ميک پومپيو په شمول ځېنو سياستوالو يو ځل بيا د شيجيانګ د ترهګرۍ او افراطيت پرضد پر تګلارو نيوکه کړې او په نړيوالو صحنو کې يې پر چين تور لګولی دی.

د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي د سپټمبر په ۲۴مه نېټه د دغو سياستوالو نيوکه رد کړه. هغه په نيويارک کې د امريکا او چين ترمنځ د اړيکو د ملي کمېټې په شمول د ځېنو ارګانونو لخوا په جوړه شوې ماښامنۍ مېلمستيا کې د شينجيانګ د مذهب او کولتور د ساتنې، شينجيانګ ته د ترهګرۍ او افراطيت لخوا د اړول شويو زيانونو، په شينجيانګ کې د ترهګرۍ ضد اقدماتو د موخې او د شينجيانګ د ښوونې او روزنې د مرکز د ځانګړتيا او رول په ګډون څلورو برخو کې له نړيوالو سره رښتيني معلومات شريک کړل. نوموړي دې ته اشاره وکړه چې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې لپاره د شينجيانګ اقدمات نه يوازې د چين له قوانينو سره، بلکې له نړيوالو افکارو سره سمون خوري، نو پر شينجيانګ د تور لګولو ټولې کړنې به بريالۍ نه شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای