CRI Online

تبصره: د چين د پرمختګ نوی انجين نړيوال تګ راتګ او شراکت پياوړی کوي

cri     (GMT+08:00) 2019-09-25 19:03:28

د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي سټېشن د سپتمبر په ۲۵مه نېټه يوه تبصره خپره کړه چې عنوان يې دی ((د چين د پرمختګ نوی انجين نړيوال تګ راتګ او شراکت پياوړی کوي)).

په ياده تبصره کې راغلي چې ټرانسپورت د ښاري پرمختګ عمده ځواک دی. د بېجينګ د داشينګ نړيوال هوايي ډګر په رسمي توګه پرانيستل شو او د چين د نوي پرمختيايي انجين په توګه به د نړيوال تګ راتګ او شراکتو لپاره خدمتونه وکړي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په همدې ورځ د بېجينګ د داشينګ نړيوال هوايي ډګر د پرانيستې اعلان وکړ. دغه هوايي ډګر به د بېجينګ د نوي ځمکني نښان او مهم راتلونکي نړيوال ټرانسپورتي مرکز په توګه د چين د پرمختګ او د يو کمربند او يوې لارې د ټرانسپورت لپاره خدمتونه وکړي.

په دې تبصره کې ويل شوي چې د ياد هوايي ډګر د پرانيستې له امله اوس په بېجينګ کې دوه نړيوال ټرانسپورتي مرکزونه شتون لري او د دغو دوو هوايي ډګرونو د مسافرينو کلنی شمېر به تر ۲۵۰ مليونو تنو زيات وي. د داشينګ هوايي ډګر له لارې به شمال ختيځې اسيا، منځنۍ اسيا او اروپا ته د نړيوالو پروازونو له زياتوالي سره د يو کمربند او يوې لارې پر غاړه د پرتو هېوادونو ترمنځ اړيکې او همکارۍ لا پياوړې شي او د سرچينو د شراکت سويه به لوړه شي او ګډ پرمختګ به رامنځته شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای