CRI Online

وانګ يي د ايران د ذروي مسئلې په اړه د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-09-26 09:21:16
وانګ يي د ايران د ذروي مسئلې په اړه د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې ګډون وکړ

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د سپتمبر په ۲۵مه نېټه په نيويارک کې د م م په عمومي مقر کې د ايران د ذروي مسئلې په اړه د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې ګډون وکړ. دغه غونډه د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو او امنيتي تګلارو د لوړپوړې استازې فيدريکا موغيريني په مشرۍ ترسره شوه، د ايران، روسيې، فرانسې، جرمني او بريتانيې د بهرنيو چارو وزيرانو هم پکې ګډون کړی و.

په يادې غونډې کې وانګ يي وويل، امريکا پر ايران بې حده بنديزونه لګولي، دا د ايران د ذروي مسئلې په اړه د اوسني وضعيت د رامنځته کېدو سبب دی. بېلا بېلې خواوې بايد د دې مسئلې سياسي حل وهڅوي. چين په دې اړه څلور وړانديزونه لري: لومړی، بايد د څواړخيزم پر بنسټيزو اصولو ټينګار وشي. دوهم، هره خوا بايد د ايران د ذروي مسئلې په اړه هراړخيز تړون کې خپلې ژمنې پلې شي. درېيم، بايد پر دې ټينګار وشي چې اړوندې خواوې د همغږۍ له لارې خپلمنځي اختلافات ليرې کړي. څلورم، بايد سيمه ييزه سوله وهڅول شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای