CRI Online

د ايران د ذروي مسئلې په باب د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې د ايران ذروي تړون ساتنه بيا تائيد شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-09-26 10:53:15

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د هر اړخيز ذروي تړون په باب د اړوندو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د سپتمبر په ۲۵مه نېټه په نيويارک کې له سلا مشورو وروسته يوه ګډه اعلاميه خپره کړه او پکې پر دې ټينګار شوی چې په ۲۰۱۵م کال کې لاسليک شوی د ايران ذروي تړون دې په مداوم ډول وساتل او پلی شي.

د يادې غونډې برخوال په دې نظر دي چې دغه تړون چې د امنيت شورا د ۲۲۳۱م پرېکړه ليک سره سم تصويب شوی، لا هم د ذروي وسلو د نه خپرېدو په نړيوال سيستم کې مهمه برخه ده. د غونډې برخوالو په اغېزمنه توګه د دې تړون د پلي کېدو پر اهميت ټينګار وکړ، د دې تړون د ساتنې په باب يې د بېلا بېلو خواوو ټينګ هوډ بيا تائيد کړ او دا نظر يې څرګند کړ چې د دې تړون ساتنه د هرې خوا له ګټو سره سمون لري. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای