د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د جاپان لومړي وزير شينزو ابي د سپتمبر په ۲۵مه نېټه په نيويارک کې د سوداګرۍ ابتدايي تړون لاسليک کړ چې له مخې به يې د ځينو زراعتي او صنعتي صادراتو تعرفې لغوه او يا ټيټې شي، خو د موټرو تعرفې په دې تړون کې نه ده شامل شوې.
ټرمپ په همدې ورځ د دې تړون د لاسليک په مراسمو کې وويل، دغه تړون د امريکا او جاپان ترمنځ د ګډو ګټو پر بنسټ د يو برابر سوداګريز تړون د لاسليکېدو لپاره يو مهم ګام دی.
شينزو ابي وويل، د سوداګرۍ ابتدايي تړون تر نافذېدو وروسته به په امريکا کې د جاپان پانګونې حتماً زياتې شي او د دواړو هېوادونو اقتصاد به پرمختګ ومومي او دا به د دواړو خواوو لپاره ګټور وي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |