CRI Online

وانګ يي په امريکا کې اړوندو خواوو ته د شينجيانګ د واقعيتونو په هکله مالومات ورکړل

cri     (GMT+08:00) 2019-09-26 18:17:15

د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي پر ځايي وخت د سپتمبر په ۲۴مه نېټه په نيويارک کې د امريکا او چين د اړيکو د کميټې، د امريکا او چين د سوداګريزو چارو د کميټې، د امريکا سوداګريزې ټولنې او د امريکا د ديپلوماتيکو اړيکو د کميټې لخوا په ګډې ميلمستيا کې ګډون وکړ او يوه وينا يې وکړه. وانګ يي په خپله وينا کې په ځانګړې توګه په شينجيانګ کې د واقعيتونو په هکله اړوندو خواوو ته مالومات ورکړل.

وانګ يي وويل چې په دې وروستيو کلونو کې د شينجيانګ د اويغوري قوم د کورواکې سيمې حکومت د قانون له مخې د ترهګرۍ ضد په چارو کې يو لړ دفاعي تدبيرونه نيولي چې دا په پوره توګه د چين کورنۍ چارې دي. په نړۍ کې د چين پر ضد موقف لرونکو خواوو هميشه تورونه لګولي، خو د موضوع بېخ ته نه دي ننوتلي چې په شينجيانګ کې واقعيتونه او رښتيا څه دي؟

رښتيا دا دی چې د چين حکومت په شينجيانګ کې ثبات او پرمختګ، د مذهبي چارو او کولتور ساتنې ته تل په درنه سترګه ليدلي او ګوري يې. د شينجيانګ د اويغوري قوم د کورواکې سيمې د جوړېدو له ۶۴کلونو څخه راپدې خوا د دغې سيمې عمومي اقتصادي اندازه دوه سوه چنده زياته شوې او لسګونه وګړي يې له بې وزليتوب څخه وتلي دي. اوس په شينجيانګ کې څه دپاسه اته ويشت زره مذهبي ځايونه او نژدې دېرش زره مذهبي کارکوونکي شتون لري چې دا د تېرو لسکونه کلونو مخکې په پرتله لس چنده زيات شوي. اوس په شينجيانګ کې د هرو ۵۳۰ مسلمانانو لپاره يو مسجد شته چې دغه انډول د زياتو اسلامي هېوادونو په پرتله زيات دی.

په تېرو څه باندې شلو کلونو کې تندلارۍ او ترهګرۍ د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو وګړي ځپلي دي. د تېرې پيړۍ له نويمې کاليزې څخه راپدې خوا په شينجيانګ کې په زر ګونو ترهګريزې پيښې شوي چې زر ګونو بی ګناه کسانو ته يې مرګژوبلې اړولي دي او د خلکو ژوند، مالونو او په لنډه توګه د مذهبي ازادۍ په شمول بنسټيز حقونه يې زيانمن کړي دي.

رښتيا دا دي چې په دې وروستيو کلونو کې د شينجيانګ د اويغوري قوم کورواکې سيمې حکومت موخه څرګنده ده چې د تندلارۍ او ترهګرۍ د رامنځته کېدو د مخنيوي لپاره يې تدبيرونه غوره کړي دي. دا نه يوازې د چين د قانون بلکې د نړۍ له ګډو نظريو سره هم سمون خوري. په م م کې د زور زياتي او تندلارۍ د مخنيوي د عملياتي پلان له مخې بې وزليتوب، بې کاري، د کاري فرصتونو کموالی، د ښوونې اندازې ټيټوالی، په ناسمه توګه له مذهبي چارو استفاده کول د زور زياتي او تندلارۍ لاملونه دي، نو بايد د وړاندوينې کارونه او دفاعي تدبيرونه اجرا شي. د شينجيانګ حکومت داسې کارونه تر سره کړي چې ښکاره اغيزې يې لرلي دي او په تېو دريو کلونو کې په شينجيانګ کې هيڅ ترهګريزه پيښه نه ده رامنځته شوې.

رښتيا دا دي چې په شينجيانګ کې د ښوونې او روزنې مرکزونه بېروونکي مرکزي کمپونه نه دي بلکې هغه مکتبونه دي چې د تندلارۍ او ترهګرۍ د اغيزو د ليرې کولو او د خپلو مسلکي تخنيکونو د لوړولو لپاره له ځينو خلکو سره مرسته کوي. د روان کال له پيل څخه د امريکا او نورو لويديځو هېوادونو په شمول د ځينو هېوادونو په زرګونو ديپلوماتانو، ژورناليستانو او کارپوهانو دغه مرکزونه له نژدې ليدلي او د شينجيانګ په بېلا بېلو ځايونو کې ګرځيدلي دي. دوی ټولو دا څرګندونه کړي چې د دوی په سترګو ليدل شوي حالت د ځينو لويديځو هېوادونو له خبرتاژونو سره يو شان نه دی. په دې وروستيو ورځو کې د پنځوسو هېوادونو د استازو د نومونو په لاسليکولو سره د م م د بشري حقوقو د شورا رئيس ته د پيغام په استولو سره د شينجيانګ مسئلې په هکله د چين له دريځ څخه ملاتړ څرګند کړ او دې ته يې اشاره کړې چې په شينجيانګ کې د ښوونې او روزنې مرکزونو جوړولو په شمول ځينو تدبيرونو په اغيزمنه توګه د تندلارۍ او ترهګرۍ مخه نيولې او بنسټيز بشري حقونه يې تامين کړي دي. په دغو هېوادونو کې نژدې دېرش هېودونه د اسلامي همکارۍ سازمان غړيتوب دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای