CRI Online

د هانکانګ په چارو کې په د امريکا لاسوهنه نه يوازې نورو خواوو ته، بلکې خپلځان ته به زيان ورسوي

cri     (GMT+08:00) 2019-09-26 19:41:45

د امريکا پر ختيځ وخت د سپتمبر په ۲۵مه نېته د امريکا د ولسي جرګې او د مشرانو جرګې د بهرنيو چارو کمېټې په ۲۰۱۹م کال کې د هانکانګ د بشري حقونو او ډيموکراسۍ په اړه قانوني مسوده تصويب کړه. امريکا د بشري حقوقو او ډيموکراسۍ په پلمه په ښکاره توګه د هانکانګ له افراطي ځواکونو او زورزياتيو څخه ملاتړ کوي او د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي. د امريکا دغه کړنه له نړيوالو قوانينو او د نړيوالو اړيکو له اساسي اصولو څخه سرغړونه ده او له دغې کړنې څخه د امريکا د ځېنو کسانو ناوړې موخې څرګندېږي چې په هانکانګ کې ګډوډي جوړه کړي او د چين د پرمختګ مخه ونيسي. چين له دې سره ټينګ مخالفت کوي.

د يادې مسودې له مخې به د امريکا حکومت هر کال د هانکانګ خپلواکي ومني او له مخې به يې پريکړه وکړي چې د هانکانګ د تګلارو په اړه د ۱۹۹۲م کال د قانون سره سم هانکانګ ته د ګمرکي تعرفو د خپلواکې سيمې په توګه امتياز ورکړي او که نه. د هانکانګ چارې د چين کورنۍ چارې دي، امريکا حق نه لري چې په کې لاسوهنه وکړي. له دې څخه څرګندېږي چې د امريکا ځېنې کسان د نړيوالو پوليسو په حيث پر نورو د بر لاسۍ افکار لري. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای