CRI Online

د تايلنډ شاهزداګۍ مانا چاکري سريندهورن د نوي چين د جوړېدو د اويايمې کاليزې په مناسبت چينايانو ته مبارکي وويله

cri     (GMT+08:00) 2019-09-27 11:00:00

د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون د عمومي سټېشن د خبر له مخې د تايلنډ شاهزادګۍ ماها چاکري سريندهورن په دې وروستيو ورځو کې وويل چې ما د چين د دوستۍ د نښان تر لاسه کړ، دا يو وياړمن لقب دی او زما په ژوند کې ارزښتناکه خاطره هم ده.هيله لرم چې چين په پر له پسې توګه پرمختګ ومومي او خلک يې لا ښکلی ژوند تر لاسه او لازياتې پرمختيايې لاسته راوړنې ولري.

هغې زياته کړې چې د نوي چين د جوړېدو له اوياوو کلونو راهيسې د چين خلک او حکومت د پرمختګ په لور له ډېرو ستونزو څخه وتلي او په تېرو اوياوو کلونو کې د چين او نړۍ په حالاتو کې ستر بدلونونه راغلي دي.چيني خلکو او مشرانو په ډېرو هڅو سره د نورو هېوادونو د ښو تجربو زده کړه کړې او ګام په ګام يې اوسنۍ سمسورتيا موندلې ده. د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو د اويايمې کاليزې پرمهال نيکې هيلې لرم چې چين په پر له پسې توګه پرمختګ او ترقې ومومي ، خلک يې په ارامتيا کې ژوند وکړي او لازياتې پرمختيايي لاسته راوړنې او لاښکلی ژوند وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای