CRI Online

په چين کې د کار او استخدام حالت ثابت دی

cri     (GMT+08:00) 2019-09-27 15:53:29
په چين کې د کار او استخدام حالت ثابت دی

د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو د اويايمې کاليزې په مناسبت د لمانځنې فعاليت مطبوعاتي مرکز د سپتمبر د ۲۶مې نېټې په ماسپښين دوهمه خبري ناسته جوړه کړه. د چين د انساني سرچينې او د ټولنيز ضمانت وزير جانګ جي نان په دې ناسته کې وويل، له اوږدې مودې راهيسې په چين کې د کار او استخدام حالت ثابت دی، په ۱۹۴۹ کال کې په ټول هېواد کې د کارکوونکو شمېر يو سلو اتيا مليونه ښودل شوی و، خو په تېر کال کې دغه شمېر اوو سوو اتيا مليونو ته پورته شوی دی.

سږ کال په چين کې د کار او استخدام حالت عموماً ثابت دی، د چين حکومت په دې برخه کې د اړوندو کارونو د ښه ترسره کولو باور لري.

د يوې شمېرنې له مخې، د چين په ښارونو او ولسواليو کې د کارکوونکو انډول په ۱۹۴۹ کال کې اته اعشاريه پنځه سلنه و، خو په ۲۰۱۸ کال کې شپږ پنځوس سلنې ته لوړ شوی، دغه راز په ښارونو او ولسواليو کې د کار او استخدام په شکل کې تاريخي بدلون رامنځته شوی دی.

د چين د انساني سرچينې او ټولنيز ضمانت وزير جانګ جي نان وويل، د چين د اقتصاد اندازه او بازار لوی دی، په تېره بيا په دې وروستيو کلونو کې خدمتي چارو ګړندی پرمختګ کړی او ډېر کارکوونکي يې منلي دي، په عين وخت کې نوښتي چارې فعالې دي او د کار او استخدام نوی شکل د ګړندي پرمختګ په حال کې دی چې د کار او استخدام حالت د ثابتېدو لپاره يې بنسټيز رول لوبولی دی. سږ کال د چين حکومت د کار او استخدام د حالت ثابتولو ته لومړيتوب ورکړی، بېلا بېلو سيمو او ارګانونو په دې برخه کې په ګډه کوښښونه کړي، تصديو او کارکوونکو هم ډېرې هڅې کړي، نو سږ کال په چين کې د کار او استخدام حالت عموماً ثابت ساتل شوی دی.

وزير جانګ جي نان په دې اړه وويل

((لومړی: د کار او استخدام عمده انډول په مناسبه ساحه کې دی. د روان کال په لومړيو اتو مياشتو کې په ښارونو او ولسواليو کې نهه مليونه اته لکه او څلوېښت زره نوي کارکوونکي پر دندو ګومارل شوي چې په دې سره د کلنۍ موخې نهه اتيا سلنه بشپړه شوې ده. په تېره اګيست مياشت کې په ښارونو او ولسواليو کې د بې کارۍ انډول پنځه اعشاريه دوه سلنه و چې دا له ټاکلې موخې نه لږ ټيټ دی. دوهم: په بازار کې تقضا او عرضه نسبتاً برابره ده. د روان کال په دوهم موسم کې د انساني سرچينې په بازار کې د کارکوونکو د کارغوښتنې اندازه 1.22 چنده وه، نو تقضا او عرضه په عمومي توګه برابره وه. درېيم: له پوهنتونونو او پوهنځيو څخه د تازه فارع شویو محصلينو او بزګرانو د کار او استخدام حالت هم ثابت دی. ))

وزير جانګ جي نان وويل، په اوسنۍ او راتلونکې موده کې ډېر نوي عوامل رامنځته شوي او د کار او استخدام بازار ته يې ځينی چلنجونه اړولي. خو د چين حکومت د کار او استخدام حالت پر ښه ساتلو باور لري.

(( د کار او استخدام کارونه مو د اقتصادي پرمختګ يوه مهمه موخه ټاکلې او بېلا بېلو خواوو دغو کارونو ته ډېره پاملرنه کړې او دغه راز د اقتصادي پرمختګ او د کار او استخدام د پراخولو ترمنځ ښې اړيکې رامنځته شوي. موږ به په دغو پنځو برخو کې کوښښونه ترسره کړو. لومړی: بايد د تصديو لګښتونه نورهم کم کړو. دوهم: د شخصي تصديو د جوړېدو له لارې بايد کار او استخدام پراخ کړو او دغه چارې بايد وهڅوو. درېيم: د مسلکي مهارتونو روزنې به لا پياوړې کړو. څلورم: د کار او استخدام په برخه کې د خدمتي کارونو سويه بايد لوړه کړو. پنځم: د خلکو ژوند په اړه بايد د ضمانت بنسټيزه کرښه وکاږو. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای