CRI Online

د افغانستان د ولسمشرۍ ټولټاکنې به د سپتمبر په ۲۸مه نېټه پيل شي

cri     (GMT+08:00) 2019-09-27 17:14:53

د افغانستان د ولسمشرۍ د ټولټاکنو رايګري به د سپتمبر په ۲۸مه نېټه پيل شي. دا چې له دې نه مخکې د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې خبرې اترې ناکامې شوې، نو د ټولټاکنو نتيجه به د افغانستان د سولې پر بهير مستقيمه اغېزه وکړي.

يادې ټولټاکنې به په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو رژيم له ړنګېدو وروسته د افغانستان د ولسمشرۍ څلورمې ټولټاکنې وي. د افغانستان اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني او اوسنی اجرائيه مشر عبدالله عبدالله په دې ټولټاکنو کې مخکښ کانديدان بلل کيږي. د اړوندو مقرراتو له مخې، بريالی کانديد بايد له نيمې برخې نه زياتې رايې تر لاسه کړي. که هيڅ کانديد تر نيمې برخې زياتې رايې تر لاسه نه کړي، نو د رايګيرۍ دوهم پړاو به تر سره شي. د ټولټاکنو ابتدايي نتيجه به د اکتوبر په ۱۹مه نېټه خپره شي، که د رايګيرۍ دوهم پړاو ته اړتيا وي، د نومبر په ۲۳مه نېټه به پيل شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای