د ايران ايرنا خبري اژانس د سپتمبر په ۲۷ مه نېټه خبر ورکړ چې ايران په همدې ورځ د سټينا ايمپيرو په نوم د بريتانيې د تېلو بېړۍ خوشي کړه.
ايرنا خبري اژانس د دغه هېواد د بندرونو او د بېړيو ترانسپورټ د ادارې په قول خبر ورکړ چې ياده بريتانوي بېړۍ پر ځايي وخت د سپتمبر د ۲۷ مې نېټې په سهار د ايران په جنوب له عباس بندر څخه د نړيوالې سمندري سيمې په لور روانه وه. خو د ايران اړوندې ادارې خبر ورکړ چې دغې بريتانوي بېړۍ ښايي د سمندري چارو له نړيوال قانون څخه سرغړونه کړې وي او پدې اړه عدلي پروسه لاهم روانه ده.
(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |