د چين حکومت د جمعې په ورځ په نوې زمانه کې د چين او نړۍ په نوم لومړی هراړخيز سپين کتاب خپور کړ. د دغه سپين کتاب له مخې د چين ولسونو په خپله د هلوځلو او نه ستومانه کېدونکو کوښښونو په اتکا په لسګونو کلونو کې د پرمختللو هېوادونو د سل ګونو کلونو د پرمختګ جريان بشپړ کړی، د انسانانو په تاريخ کې د پرمختګ معجزه يې جوړه کړې ده او د نړۍ سولې او پرمختګ ته يې فعالې قوې رسولې دي.
چين له نړۍ سره د تګ راتګ په حال کې پرمختګ کړی او د خپل پرمختګ له لارې د نړۍ سولې او پرمختګ ته يې سوکالي رسولې ده، ځکه چې چين په خپله د پرمختګ لپاره يوه مساعده طريقه او د سوله ايز پرمختګ او د همکاريو له لارې د ګډو ګټو تر لاسه کولو نوې لاره يې جوړه کړې ده، نو هرومرو به د نړۍ لپاره ګټور فرصتونه وګرځي.
د م م سرمنشي انټونيو ګوټريس دا سې وويل چې تاريخ به دا څرګندوي چې د چين پرمختګ نه يوازې د تاريخ پرمختګ مخه نه ده نيولی، بلکې د انسانانو د پرمختګ لپاره يې ډېر زيات مهم خدمتونه تر سره کړي دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |