CRI Online

په افغانستان کې ولسمشريزې ټاکنې په رسمې توګه پيل شوې

cri     (GMT+08:00) 2019-09-28 19:52:35

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د سپتمبر په ۲۸مه نېټه خبر ورکړ چې ولسمشريزې ټاکنې د همدې ورځ په سهار اووه بجو په رسمي توګه پيل شوې او له غرمې وروسته په دريو بجو پا ته ورسيدې.

دا په افغانستان کې څلورم ځل ولسمشريزې ټاکنې دې چې د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائيه رئيس عبد الله عبد الله په شمول اتلسو نوماندانو په کې د سيالۍ لپاره نومونه ثبت کړي دي.

امنيت لا هم د ټاکنو په وړاندې تر ټولو لويه ننګونه ده. د افغانستان امنيتي پوځ به د ټول هېواد په ۵۳۷۳ رايي ورکوونکو مرکزونو کې د ۴۹۴۲ مرکزونو لپاره د امنيت ساتنې کارونه تر سره کړي. ځکه چې نور ۴۳۱ مرکزونه په ليرې سيمو کې پراته دي او د امنيتي ننګونو له امله تړل شوي دي.

په ټول هېواد کې ۹مليونه ۴لکه رايي ورکوونکي په ټاکنو کې د رايې ورکونې لپاره ثبت شوي چې ۳۵ سلنه ښځې دي. څه دپاسه ۷۷ زرو تنو ناظرينو د دغو ټاکنو د نظارت کولو دنده پر غاړه لري چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون، د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ، د برخوالو سياسي ګوندونو او نوماندانو د خدمتي ډلو څخه راغلي دي.

د خبر له مخې، د لومړۍ دورې د رايې ورکونو د شميرنې لومړۍ نتيجه به د اکتوبر په ۱۷مه نېټه خپره شي. که هيڅ نوماند د لومړۍ دورې په رايي ورکونو کې څه باندې د نيمې برخې رايې تر لاسه نه کړي، نو د نومبر په ۲۳مه نېټه به د دويمې دورې رايي ورکونه تر سره شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای