د چين نړيوالې راډيو د سپتمبر په ۲۹مه نېټه هغه تبصره خپره کړه چې عنوان يې دی (دوامدارې هڅې د اتلانو د درناوي تر ټولو ښې لارې چارې دي.
په دې تبصره کې راغلي چې د چين د دولت رئيس شی جين پينګ د روانې مياشتې په ۲۹مه نېټه په جلا جلا توګه ۴۲ تنو نامتوکورنيو او بهرنيو شخصيتونو ته د چين د ولسي جمهوريت او دوستۍ نښانونه او د وياړ لقبونه ور کړل. رئيس شي جين پينګ دغه نامتو وګړي د صداقت او د ټينګې ارادې لرونکي وبلل او د دوی اتلوالۍ ،د دوی د سيرتونواو ملي روحيې په اړه د چينايانو پېژندنه ښکاره کوي.
په دغه تبصره کې ويل شوي چې که د يوه هېواد خلک عقيده ولري، نو دغه هېواد به ښه راتلونکې ولري او پکې ملتونه به ځواک او قوت تر لاسه کړي.نن ورځ ۱ مليارډه او څلور سوه مليونه چينايان بايد له دغو نامتو وګړو څخه د تجربو زده کړه وکړي په بله ژبه بايد د صداقت او ټينګې ارادې په اړه د اتلوالۍ سيرت د ژوندبرخه وګرځي ترڅو د دولتي پرمختګ، د کلتوري پرمختګ او د لاښکلې نړۍ د ابادۍ پر غښتلي ځواک بدله کړي او د چيني ملت د سترې سمسورتيا او د انسانانو د ګډ برخليک د ټولنې د جوړونې په لوري ګامونه پورته کړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |