د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۰مې کليزې په مناسبت لويه غونډه به د اکتوبر د لومړۍ نېټې په سهار د بېجينګ ښار په تيان ان من ډګر کې تر سره شي. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې مشر شي جين پينګ به په دغه لويه غونډه کې يوه مهمه وينا وکړي او ور پسې به د لويې پيمانې پوځي رسم ګذشت او د عامو وګړيو لوی لوی قطارونه جوړ شي. په چين کې زياتې راډيوګانې، ټلويزيونونه او خبري ويبپاڼې به په ژوندۍ بڼې د يادو فعاليتونو راپورتاژونه خپاره کړي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |