د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د سپتمبر په ۲۹مه نېټه په چين کې د روسيې له لوی سفير اندري دينيسوف سره يو ځای د چين او روسيې تر منځ د اړيکو د ټينګېدو د ۷۰مې کليزې د يادونې په باب د ارشيف نندارتون د پيل په مراسمو کې ګډون وکړ.
وانګ يي د دې نندراتون د پيل په مراسمو کې وويل، موږ د نوي چين د ټينګېدو ۷۰مه کليزه به ژر ورسېږي. د دغه نندارتون موخه د دواړو هېوادونو تر منځ د دوستۍ، اړيکو او ګډو دندو يادونه ده. چين او روسيه دې په دې ناثابتو نړيوالو حالاتو کې د څو اړخيزې غوښتنې او د م م د منشور د ساتنې دنده پر غاړه واخلي او په دې غرض خپلمنځي اړيکې دې پياوړې کړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |