CRI Online

چين د بهرنۍ پانګونې تود هېواد ګرځېدلی دی

cri     (GMT+08:00) 2019-09-30 11:15:26

د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو د اويايمي کاليزې د نمانځنې په غرض مطبوعاتي مرکز د سپتمبر په ۲۹مه نېټه د لوړې سويې لرونکي ورخلاصون او باکيفيته سوداګريز پرمختګ د پرمخبيولو په نوم يوه خبري ناسته تر سره کړه.د چين د سوداګرۍ وزارت مسئول په دې خبري ناسته کې وويل چې د چين د ورخلاصون دروازه لا پرانيستې ده او چين په دوامداره توګه د بهرنۍ پانګونې تود هېواد ګرځېدلی او لاښه سوداګريز چاپيريال به جوړ کړي تر څو په چين کې د بهرنيو تصديو لپاره لازياتې اسانتياوې برابرې او خدمتونه وکړي.

د سپتمبر په ۲۹مه نېټه په ياده خبري ناسته کې د چين د سوداګرۍ وزير جونګ شان وويل چې له اوياوو کلونو راهيسې د چين د بهرنۍ پانګې کارونه او بهرنۍ پانګونه له نه شتونوالي څخه د شتون حالت ته داخله شوې او په جلا جلا توګه ۱۳۸ مليارډه او ۳۰۰ مليونه امريکايي ډالرو او ۱۴۳ مليارډه او ۳۰۰ مليونه امريکايي ډالرو ته رسيدلې ده چې دغه شمېرو په نړۍ کې دوهم مقامونه نيولي دي.له ځانګړو اقتصادي او پرمختيايي سيمو څخه د ازادې سوداګرۍ تر ازمايښتي سيمو او بندرونو پورې،له مثبت ليست څخه د منفي ليست تر ادارې پورې،د بهرنۍ پانګونې له دريو قوانينو څخه د بهرنۍ پانګونې تر قانون پورې د چين د ورخلاصون دروازه لا پرانيستې ده او په دوامداره توګه د بهرنۍ پانګونې تود هېواد ګرځېدلی دی. هغه وويل، په ۲۰۱۸ کال کې د چين له خوا راجلب شوې بهرنۍ پانګونې ۱۳۸ مليارډه او ۳۰۰ مليونه امريکايي ډالرو ته رسيدلې چې دغه رقم په نړۍ کې دوهم مقام نيولی دی. د تېر کال تر پايه پورې د چين له خوا کارول شوي بهرنۍ پانګې ۲۱۰۰ مليارډه امريکايي ډالرو ته رسيدلی او د بهرنيو تصديو شمېر نهه لکه او شپېته زره و.د بهرنيو تصديو په زياتېدو سره د بهرنۍ پانګونې کيفيت او سويه په پر له پسې توګه لوړه شوې او په عصري تخنيکونو او خدمتي چارو کې د بهرنۍ پانګونو برخه په څرګنده توګه ډېره شوې ده. له تېر کال راپدېخوا د بهرنۍ پانګونو ځيني نوې پروژې په چين کې پلې شوې او د نوښت د خوځنده ځواک د راپارولو او د اړوندو چارو د ښه والي په برخه کې يې ستر رول لوبولی دی.

د چين د سوداګرۍ وزير مرستيال او د نړيوالې سوداګرۍ د خبرو اترو مرستيال وانګ شون ون په دغه خبري ناسته کې وويل چې چين د بهرنۍ پانګونې لپاره د جاذبې لرونکی بازار دی.هغه په خپلو خبرو کې دې ته په اشارې سره وويل چې په چين کې د بهرنيو تصديو د حقه حقونو د ساتلو او دغو تصديو ته د لاښو خدمتونو د برابرولو لپاره د چين د هڅو لوری به بدل نه شي.نوموړي وويل،د چين حکومت په واقعي توګه له بهرنيو پانګونو څخه ملاتړ کړی او کوي يې. د چين د اصلاحاتو ورخلاصون د تګلارې دغوره کېدو له څلوېښتو کلونو راهيسې د بهرنيو پانګونو له امله د چين په ښارونو او علاقه داريو کې د استخدام لس سلنه فرصتونه برابر شوي او ترې شل سلنه کورني ماليات تر لاسه شوي او د صادراتو او وارداتو لپاره خدمتي انډول يې په سلو کې څلوېښت برخه نيولې ده. نو د چين په مختلفو ځايونو کې د بېلا بېلو کچو حکومتونه په واقعي توګه له بهرنيو پانګونو څخه ملاتړ کړی دی. د دې ترڅنګ په تېرو څلوېښتو کلونو کې بهرنيو تصديو د چين له پرمختګ څخه ډېرې ګټې اخيستې دي د بېلګې په توګه تېر کال په چين کې د امريکايي تصديو د توليداتو د پلورنې ارزښت ۷۰۰ مليارډه امريکايي ډالرو ته رسيدلی دی.د ډېرو بهرنيو تصديو د توليداتو د پلورنې ارزښتونه په خپلو هېوادونو کې د دوي د توليداتو د پلورنې ارزښتونو په پرتله زيات وو او ګټې يې په چين کې ډېرې وې.دوی د چين بازار ته پاملرنه کوي او غواړي چې په چين کې پانګونه وکړي.

وانګ شون ون وويل چې په راتلونکې کې به د چين حکومت ورخلاصون پراخ کړي او د بهرنيو پانګونو لپاره به لا عادلانه او روڼ سوداګريز چاپيريال برابر کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای