CRI Online

د بيا زېږېدنې په نوم مستند فلم خپرېدل نن پيلېږي.

cri     (GMT+08:00) 2019-09-30 15:19:33

د روسيې د VGTRK ټلويزيون او د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د نوي چين د جوړېدو او د چين او روسيې ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو د ۷۰ مې کليزې د لمانځنې لپاره په ګډ کار سره د بيا زېږېدنې په نوم لوی مستند فلم جوړ کړی چې د سپتمبر په ۳۰مه نېټه يې خپرېدل په چين او روسيه کې پيلېږي.

په دغه مستند فلم کې زياتره ويډيويي معلومات د لومړي ځل لپاره عامو خلکو ته خپرېږي چې د نوي چين د جوړېدو په سر کې د پخواني شوراوي اتحاد د ويډيو اخيستونکو لخوا اخيستل شوي دي، د بېلګې په توګه د نوي چين د جوړېدو درانه مراسم، د نوي چين تر جوړېدو وروسته د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو لومړۍ غونډه او داسې نور.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای