د چيني فلمونو اووم فيستوال د سپتمبر په ۲۹مه نېټه د جرمني په مونچن ښار کې پرانيستل شو. د چيني فلمونو مشهورو لوبغاړو او شخصيتونو او د جرمني همکارانو د استازو په شمول څه باندې سلو تنو د دې فيستوال په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون کړی و.
دغه فيستوال به د راتلونکي اکتوبر تر پنځمې نېټې پورې دوام ولري او په دې موده کې به اوولس چيني فلمونه نندارې ته وړاندې شي. دغه چيني فلمونه ټول په چيني ژبه خپرېږي او د فلمونو په بهير کې د تلويزيون په پردې په انګليسي او جرمني ژبو ژباړه ورسره ليک کېږي. د يادولو وړ ده چې په دې جمله کې لسو فلمونو د جرمني د حکومتي ارګان اجازه ليکونه تر لاسه کړي چې په دغه هېواد کې به د چيني ژبې زده کوونکو ماشومانو ته وړاندې شي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |