CRI Online

د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۰مې کليزې لمانځنه کېږي.

cri     (GMT+08:00) 2019-10-01 10:23:32

د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۰مې کليزې د لمانځنې ستره غونډه د اکتوبر په لومړۍ نېټه د بېجينګ په تيان ان من ډګر کې تر سره کېږي. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې مشر شي جين پينګ يوه مهمه وينا کوي.

تر دغې غونډې وروسته به د سترې پيمانې پوځي رسم ګذشت تر سره شي. دا به تر اصلاحاتو وروسته د چيني پوځ لومړۍ څرګنده ښودنه وي چې کابو ۱۵ زره تنه به پکې برخه واخلي. تر پوځي رسم ګذشت وروسته به د ۱۰۰ زرو ولسي وګړيو لوی قطارونه جوړ شي.

له تېرو ۷۰ کلونو راهيسې چين د ليدو وړ اقتصادي او ټولنيز پرمختګونه موندلي چې له يو بېوزلي او کمزوري هېواد نه د نړۍ په دوهم لوی اقتصاد، د مادي سوداګرۍ په لومړي هېواد، د بهرنيو اسعارو د ذخيرې په لومړي لوی هېواد او د بهرنۍ پانګونې په دوهم لوی هېواد بدل شوی دی. په ۱۹۴۹ کال کې د چينايانو اټکلي عمر ۳۵ کاله ښودل شوی و، خو په ۲۰۱۸ کال کې ۷۷ کالو ته پورته شوی او په چين کې د نړۍ تر ټولو لوی د ټولنيز ضمانت سيستم اباد شوی دی.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای