CRI Online

شي جين پينګ: هيڅ ځواک د پرمختګ پر لور د چين د قدم مخه نه شي نيولی

cri     (GMT+08:00) 2019-10-01 10:31:33

 

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په لومړۍ نېټه په بېجينګ کې وويل، نن ورځ چين د سوسياليستي هېواد په توګه د نړۍ په ختيځه برخه کې ولاړ دی او هيڅ ځواک د چين مقام ته زيان نه شي رسولی او د پرمختګ پر لور د چينايانو او چيني ملت د قدم مخه نه شي نيولی.

شي جين پينګ وويل، د چين ولسي جمهوريت جوړېدو په متاخره زمانه کې د وروسته پاتي او بې وزلي هېواد په توګه د چين برخليک بدل کړی او چيني ملت د بيا سمسورتيا په لاره کې ګامونه پورته کړي دي. په تېرو ۷۰ کلونو کې د چين د بېلا بېلو قومونو خلکو په ګډو کوښښونو سره د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. (غوټۍ)

عکس:

د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۰مې کاليزې د لمانځنې مراسم په رسمي توګه شروع شوي او د شي جين پينګ په شمول د چين د کمونيست ګوند او هېواد مشران د تيان ان مين په برج کې په دغو مراسمو کې ګډون اود رسم ګذشت لېدنه کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای