د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په لومړۍ نېټه پر دې ټينګار وکړ چې چين دې د پرمختګ په بهير کې د سوله ييز يووالي او په يو هېواد کې د دوو نظامونو د پلي کولو پر تګلارو ټينګار وکړي، څو د هانکانګ او مکاو د دايمي سمسورتيا او ثبات او د تايوان تنګي د دواړو غاړو سوله ييز پرمختګ وساتل شي. نوموړي له چينايانو څخه غوښتنه وکړه چې د هېواد د يووالي د ساتلو لپاره ګډ کوښښونه وکړي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |