د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په لومړۍ نېټه په بېجينګ کې څرګنده کړه چې پرونی چين د انسانانو په تاريخي کتاب کې ليکل شوی، نو نننی چين د سل مليونو چينايانو په لاسونو جوړېږي او راتلونکی چين به حتماً لا ښکلی وي.
شي جين پينګ د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۰مې کليزې د لمانځنې په ستره غونډه کې د ټولو ګوندي غړيو، پوځيانو او د مختلفو قومونو له وګړيو څخه غوښتنه وکړه چې په لا ټينګتيا سره دې يووالی وساتي، د ولسي جمهوريت ټينګښت او پرمختګ ته دې دوام ورکړي او د دوو سل کلنو موخو او د چيني ملت د عظيمي احيا په اړه د چيني خوب د پوره کولو لپاره دې نه ستومانه کېدونکي کوښښونه وکړي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |