د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م د ۷۴مې عمومي اسامبلې عادي بحث د سپتمبر په ۳۰مه نېټه په نيويارک کې د م م په مقر کې پای ته ورسېد. د دغه بحث په موده کې د مختلفو هېوادونو استازيو د اقليمي کړنو د پلې کولو، د دوامدار پرمختګ موخې د پوره کولو، د څواړخيزم د پياوړتيا او د تودو نړيوالو مسئلو د حل په هکله د نظريو تبادلې وکړې.
د م م د ۷۴مې عمومي اسامبلې رئيس محمد بندي وويل چې د م م له ټولو ۱۹۳ غړيو هېوادونو څخه د ۱۹۲ هېوادونو استازيو په دغه عادي بحث کې ګډون کړی و.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |