CRI Online

د سوريې او عراق ترمنځ مهم سرحدي بندر بيا پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2019-10-01 14:45:41

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې د ديرالزور ايالت د ابوکامل ښار او د عراق د القعيم علاقه دارۍ ترمنځ بندر د سپتمبر په ۳۰مه نېټه بيا پرانيستل شو او د دې بندر له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کسانو او مالونو تګ راتګ اعاده شو.

د سوريې د يو چارواکي په قول د دغه بندر بيا پرانيستنې سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالونو د ټرانسپورت او د کسانو د تګ راتګ لپاره اسانتياوې برابرې شوي او د دواړو هېوادونو د ټولنې، سياست او اقتصاد په برخو کې ګټې پيدا کولی شي. د نوموړيو دوو هېوادونو په سرحداتو کې ۳ ځمکني بندرونه شتون لري، خو په ۲۰۱۴ کال کې د ابوکامل او القعيم ترمنځ بندر د داعش ډلې له خوا له نيول کېدو وروسته بند شوی و.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای