CRI Online

د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۰مې کاليزې د لمانځنې مراسم په بېجينګ کې تر سره شول

cri     (GMT+08:00) 2019-10-01 14:51:42

 

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۰مې کاليزې د لمانځنې مراسم د اکتوبر د لومړۍ نېټې په سهار د بېجينګ په تيان ان من ميدان کې تر سره شول. چينايانو د پوځي رسمي ګذشت او ولسي قطارونو له لارې دغه جشن ولمانځه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون مشر شي جين پينګ په دغو مراسمو کې يوه مهمه وينا وکړه او له رسمي ګذشتونو څخه يې ليدنه وکړه.

شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل، پرونی چين د بشريت په تاريخ کې ليکل شوی، نننی چين د سل مليونو چينايانو په لاسونو جوړېږي او راتلونکی چين به حتماً لا ښکلی وي. د چين کمونېست ګوند، پوځ او د بېلا بېلو قومونو ټول غړي دې په نژدې يووالي سره د لومړۍ موخې د تر سره کېدو لپاره خپلې دندې پر غاړه واخلي او د چين ولسي جمهوريت د پرمختګ، د دوو سل کليزو موخو د تر سره کېدو او د چيني ملت د بياسمسورتيا لپاره دې هڅې وکړي.

د معلوماتو له مخې، ۱۵ پليو ډلګيو، د پوځي تجهيزاتو او تسليحاتو ۳۲ ډلګيو او د الوتکو ۱۱ ډلګيو په دغه پوځي رسم ګذشت کې ګډون کړی و. تر پوځي رسم ګذشت وروسته څه باندې سل زرو خلکو ولسو او ۷۰ ډيزاين شويو موټرونو په ولسي قطارونو کې ګډون درلود. د چيني خوب د تر سره کولو لپاره د ګډو کوښښونو تر عنوان لاندې ولسي قطارونه د هېواد او چارو د جوړېدو، اصلاحاتو او ورخلاصون او د سترې بيا سمسورتيا په شمول پر درېيو برخو ويشل شوي وو.

دغه مراسم د همدې ورځې د غرمې په ۱۲ بجو او ۴۰ دقيقو پای ته ورسېدل. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای