CRI Online

د پاکستان د اطلاعاتو وزيرې د چين د ۷۰م ملي جشن د بريالي رسم ګذشت په مناسبت دغه هېواد ته مبارکي وويله

cri     (GMT+08:00) 2019-10-01 14:56:15

د پاکستان د اطلاعاتو وزيرې فردوس عشق عوان د اکتوبر په لومړۍ نېټه د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي سټېشن له خبريالانو سره په مرکه کې د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۰مې کليزې د بريالي رسم ګذشت په مناسبت دغه هېواد ته مبارکي وويله. نوموړې وويل چې په تېرو ۷۰ کلونو کې د چين د پرمختګ جريان له دې رسم ګذشت څخه په پوره توګه ښکاره شو. هغې زياته کړه چې چيني ملت د کوښښونو له لارې ډول ډول ننګونې او ستونزې له منځه ووړلي او د اقتصاد، ملي دفاع او علمي تکنالوژۍ په برخو کې يې برياليتوبونه تر لاسه کړي دي، همدارنګه چين د نړۍ ځواکمن هېواد ګرځېدلی دی.

فردوس وويل، چې د چين د ملګري په توګه پر دغه هېواد وياړم. پاکستان له چين سره ګډې ګټې لري. که چين لا ځواکمن وي، پاکستان به احساس ولري چې خپل ځان ځواکمن کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای