CRI Online

د ايران ولسمشر له نړيوالې ټولنې څخه د امريکا له يواړخيزو کړنو سره د مقاطعې غوښتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-10-02 09:20:56

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران ولسمشر حسن روحاني د اکتوبر په لومړۍ نېټه د ارمنستان په پلازمينه ايروان کې وويل، چې پر ايران باندې د فشار اچولو په برخه کې د امريکا افراطي تګلاره يو ډول اقتصادي ترهګري ده او د ايرانيانو ګټو ته زيان رسوي، نو هغه له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د امريکا له يواړخيزو کړنو سره مقاطعه وکړي.

د اروپا او اسيا د اقتصادي اتحاديې په اړوند د اروپا او اسيا د اقتصادي کمېټې د عالي رتبه شورا غونډه په همدې ورځ په ايروان کې تر سره شوه او ښاغلي حسن روحاني د تشکيلاتي خواوو په بلنه د دغې غونډې په فرعی ناسته کې ګډون وکړ او يوه وينا يې وکړه. نوموړي په خپله وينا کې وويل، چې د اوسنيو نړيوالو اوضاعو په وړاندې، د دې سيمې د څواړخيزو همکاريو پياوړتيا يوازېنۍ سمه لار ده. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای