د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اوکراين، د اروپا د امنيت او همکارۍ د سازمان او روسيې په شمول د اوکرين مسئلې د درېيو خواوو ترمنځ د تماس نيولو ګروپ د اکتوبر په لومړۍ نېټه د بلاروس په پلازمينه مينسک کې نوبتي خبرې اترې وکړې. د بېلا بېلو خواوو استازو په دغو خبرو اترو کې د اوکراين په ختيځه برخه کې د شخړو او کشالو د حلولو په هکله له ستېنمير موډل سره موافقې ته رسېدلي. دغه موډل د اوکراين د دونيتسک ايالت او لوهانسک ايالت د ځانګړي مقام په شمول د ځېنو مسئلو د حلولو لپاره سياسي تګلاره ده. بر سېره پردې، د اوکراين په ختيځه برخه کې د شخړو اړوندو خواوو هوکړه وکړه چې د اکتوبر په اوومه نېټه به د شخړو له دوو ځايونو څخه خپل عسکر وباسي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |