د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې، د کوريان مرکزي خبري اژانس د اکتوبر په لومړۍ نېټه خبر ورکړ چې د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت د دولتی شورا مشر کيم جونګ اون په همدې ورځ د نوي چين د جوړېدو د ۷۰مې کاليزې په مناسبت د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.
نوموړي په خپل پيغام کې ليکلي چې د ډيموکراتيکې کوريا د کارګرو ګوند او خلک د هېواد د ثبات او ګټو د ساتلو او د دواملرونکي پرمختګ د پياوړتيا په برخو کې د چين د کمونېست ګوند، د حکومت او خلکو له سترو کوښښونو څخه پوره ملاتړ کوي. ډيموکراتيکه کوريا به تل له چين سره يو ځای پر روښانه سوسياليستي لارې ټينګار وکړي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |