CRI Online

په بېجينګ کې د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۰ مې کليزې په وياړ هنري فعاليتونه تر سره شول

cri     (GMT+08:00) 2019-10-02 11:10:40

د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۰ مې کليزې په وياړ هنري فعاليتونه چې عنوان يې دی: زه له چين سره مينه لرم، د اکتوبر د لومړۍ نېټې په شپه د چين د پلازمېنې بېجينګ په تيان ان من ميدان کې ترسره شول. د نوموړو فعاليتونو موضوع " د نوې زمانې ستاينه کول ، د چيني خوب پوره کول" وه . په فعاليتونو کې د خلکو پراخ ګډون روښانه و. د ۹۰ دقيقو فيسټيوال د يو شمېر عصري ساينسي او ټېکنالوژيکي لاسته راوړنو له لارې د خوښۍ او د سيوري حيرانوونکی انځور رامنځته کړ. د دغو فعاليتونو ډېرو برخه اخيستونکو وويل ، دوی ډېر وياړي او د وطن د ښې راتلونکې هيله کوي.

د اکتوبر د لومړۍ نېټې د شپې په اتو بجو د بېجينګ په تيان ان من ميدان کې د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۰ مې کليزې په وياړ هنري فعاليتونه تر سره شول. د دغو فعاليتونو جم او جوش او د خلکو لويې غونډې د نړۍ په لر او برکې بې شمېره ليدونکي حيران کړي دي. وانګ يي تونګ په بېجينګ کې د هنر ښوونځي يوه زده کوونکې ده ،هغې وويل ، دا د هغې لومړی ځل دی چې د ملي جشن د لمانځنې په فعاليت کې برخه اخلي. هغه به له خپلو ټولګيوالو سره څلور پروګرامونه ترسره کړي.

زه اوس ډېره خوشحاله يم ځکه چې دا زما لومړی ځل دی چې د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۰ مې کليزې په وياړ هنري فعاليت کې برخه اخلم. موږ نڅا او درې سندرې وړاندې کوو. دغه ۳ سندرې "موږ ټول د خوب ليدونکي يوو" ، "زه او زما وطن" او "اصلي زړه مه هېروئ." په مجموعی ډول څلور پروګرامونه دي.

مېرمن ليو جه چې په يادو فعاليتونو کې يې برخه اخيستې وه ، وويل چې د هغې د هنري ډلې غړي ټول د خوښ او خوشحاله ژوند موضوع وړاندې کوي.

زموږ د پروګرام موضوع خوشحاله ژوند دی. ځينې نوې واده شوې جوړې او د پاخه عمر لرونکي خلک به زموږ په ځانګړي پروګرام کې څرګند شي. له نغمو او نڅاوو سره به موږ د خوښ ژوند موضوع وړاندې کړو. زه هيله لرم چې زموږ هېواد لا غښتلی او ښکلی شي ، ځکه چې د سوسياليست پرمختګ په نوې زمانه کې موږ د خوښۍ ژوند لرو او د پرمختګ پر مټ مو تر لاسه کړی دی. د وياړ دا احساس لا پياوړی کېږي. هيله لرم چې چين به لا سمسور او قوي شي.

سر بېره پردې ، د اړوندو ولايتونو ، سيمو او ښارونو د وګړو ځانګړو هنري ډلو ۳۶۵۰ غړو د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۰ مې کليزې په وياړ هنري فعاليتونو کې ګډون کړی و او د بېلا بېلو ځايونو خلکو ځانګړی کلتور او هنر يې نندارې ته وړاندې کړ.

د اورلوبو ځانګړي تاثيرات لکه "خلک دې ژوندي اوسي" او " د ډېر عمر وطن " د شپې اسمان کې ښکاري ترڅو د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو ۷۰ مه کليزه ولمانځي.

د دغو فعاليتونو ګډونوالو په ګډه د اورلوبو او حيرانوونکې رڼا او سيوري عکسونو سره د "زه او زما وطن" په نوم سندره وويله او خپل وطن سره ته يې ژوره مينه څرګنده او د بري هيله وښوده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای