د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې، د مصر د ولسمشرۍ ماڼۍ تشريفاتي چارواکي حسام زعتر د سپټمبر په ۳۰مه نېټه د ولسمشر د استازي په توګه په دغه هېواد کې د چين سفارت ته لاړ او لوی سفير لياو لي چيانګ ته يې د نوي چين د جوړېدو د ۷۰مې کاليزې په مناسبت مبارکي وويله.
نوموړي وويل، چې د نوي چين د جوړېدو د ۷۰مې کاليزې په درشل کې ولسمشر السيسی رئيس شي جين پينګ ته نيکې هيلې وړاندې کوي او رئيس شي، د چين حکومت او خلکو ته توده مبارکي وايي. هيله ده چې د چين خلک په نيکمرغۍ او امن کې سره ژوند وکړي او چين لا سمسور شي. مصر له چين سره اړيکو ته په ډېره درنه سترګه ګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو له پرمختګ او په هره ساحه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ له همکاريو څخه رضايت لري. مصر غواړي له چين سره يو ځای د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو دوستانه اړيکو د ژورتيا لپاره هڅې وکړي، څو دواړه هېوادونه او خلک ورڅخه ګټه واخلي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |