CRI Online

د بريټانيا صدراعظم له اروپايي ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې له دغې ټولنې څخه د بريټانيا د وتلو نوې تګلاره ومني

cri     (GMT+08:00) 2019-10-03 10:50:46

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د بريټانيا صدراعظم بوريس جونسون د اکتوبر په ۲مه نېټه په مانچيسټر کې د محافظه کار ګوند د کلنۍ غونډې د پای ته رسېدو په وخت کې له اروپايي ټولنې څخه د دغه هېواد د وتلو د تګلارې ځېني جزئيات څرګند کړل. د دغې تګلارې له مخې به بريټانيا د شمالي ايرلند او ايرلند په سرحدي سيمه کې د تلاشۍ پوسته ميشت نه کړي او د نويو تخنيکونو په وسيله به سرحدي نظم وساتي.

نوموړي وويل، نوې تګلاره رغنده او مناسب وړانديز دی او له دغې تګلارې څخه د بريټانيا جوړجاړی څرګندېږي، نو اروپايي ټولنه دې نرمه رويه غوره کړي. که اروپايي ټولنه ياده تګلاره ونه مني، بريټانيا به د اکتوبر په ۳۱مه نېټه د تړون د نه شتون په حال کې له اروپايي ټولنې څخه ووځي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای