CRI Online

   ايران به د ذروي تړون په چوکاټ کې د کړيو شويو ژمنو د پلې کولو لپاره خپلې هڅې کمې کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-10-03 10:53:47

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران ستر مذهبي مشر ايت الله خامنه يي د اکتوبر په ۲مه نېټه د دغه هېواد د اسلامي انقلاب ساتندويه ځواک له عالي رتبه جنرالانو سره د کتنې په ترڅ کې وويل، چې ايران به د ذروي تړون په چوکاټ کې د کړيو شويو ژمنو د پلې کولو لپاره خپلې هڅې کمې کړي. خامنه يي وويل، چې پر ايران باندې د امريکا د افراطي فشار اچولو کړنې ناکامې شوې او دغو کړنو پخپله امريکا ته تکليف رسولی دی.

نوموړي وويل، امريکا غواړي د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ايران د ولسمشر حسن روحاني ترمنځ د خبرو اترو له لارې هغه جعلي خاطره منځته راوړي چې ايران امريکا ته سر ټيټ کړی دی. امريکا غواړي د ځېنو اروپايي هېوادونو په منځګړيتوب سره خپلې موخې تر سره کړي، خو د امريکا يادې ټولې کړنې ناکامې شوې او په راتلونکې کې به بريالۍ هم نه شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای