د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فلسطين د ملي ابادۍ غوښتونکي غورځنګ (فتح) د اکتوبر په لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې د فلسطين د عمومي ټولټاکنو په باب به له مختلفو ډلو سره مشوره وکړي.
د فتح د مرکزي کمېټې يوې غړې ځايي خبري رسنيو ته ويلي چې د عمومي ټولټاکنو تر سره کېدا د فلسطين د جلا کېدو، د فلسطين پر خاورو د اسرائيلو د تېري کولو د مخه نيولو او د يو خپلواک هېواد په توګه د فلسطين د مقام د ټينګښت لپاره ډېر مهم قدم دی. نوموړې د فلسطين د اسلامي مقاومت غورځنګ( حماس) څخه غوښتنه وکړه چې ژر اړوند غبرګون وښيي. د حماس د سياسي بيورو يو غړي د اکتوبر په لومړۍ نېټه ويلي چې عمومي ټولټاکنې دې د خلکو د ګډو نظريو پر بنسټ تر سره شي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |