CRI Online

چين به د لا پراخ ورخلاصون له لارې د اقتصاد نړيوال کېدا پياوړې کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-10-03 10:57:24

د چين مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د اکتوبر په ۳مه نېټه يوه تبصره خپره کړه چې عنوان يې دی: ( چين به د لا پراخ ورخلاصون له لارې د اقتصاد نړيوال کېدا پياوړې کړي.

په دغه تبصره کې ټينګار شوی چې چينايان په دې ښه پوهېږي چې ورخلاصون د پرمختګ د چټکتيا سبب او کلابندي د پرمختګ د ورووالي سبب ګرځي. چين د سوداګرۍ ساتونکې غوښتنې او د يواړخيزم په وړاندې په ټينګار سره ورخلاصون پياوړی کوي. په مداومه توګه د اصلاحاتو ژورتيا او د ورخلاصون پراختيا د ټولو ننګونو د مخنيوي لپاره کليدي اهميت لري. چين به په مداومه توګه د ګډو ګټو پر اساس د ورخلاصون پر ستراتيژۍ ټينګار وکړي او د نړۍ د ترقۍ او سمسورتيا د پياوړتيا لپاره به هڅې وکړي.

په دغه تبصره کې ليکل شوي چې چين په تېرو اوياوو کلونو کې د خپلو کوښښونو، په تېره بيا د اصلاحاتو او ورخلاصون د تګلارې د پلې کولو پر اساس د پرمختګ په برخه کې د بشريت په تاريخ کې بې ساري عجائب تر سره کړي دي، ګام په ګام يې د ورخلاصون دروازه پراخه کړې او له نړۍ سره يې لا نژدې تګ راتګ کړی دی. د دې ترڅنګ د چين اقتصاد چټک پرمختګ موندلی او په نړۍ کې دوهم لوی اقتصاد ګرځېدلی دی. له دې څخه څرګندېږي چې اصلاحات او ورخلاصون د اوسني چين د برخليک لپاره کليدي اهميت لري او دغې تګلارې نه يوازې د چين اقتصادي برخليک بدل کړی، بلکې د نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره يې مهم رول لوبولی دی. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای