CRI Online

د سوريې مسئلې په اړه د م م ځانګړی استازی: هيله ده چې د اساسي قانون د کمېټې تر هڅې لاندې د سوريې مسئله حل شي

cri     (GMT+08:00) 2019-10-03 13:49:59

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې، پر ځايي وخت د اکتوبر په ۲مه نېټه د سوريې مسئلې په اړه د م م ځانګړي استازي ګير پيډيرسين په ژنيو کې په يوه خبري ناسته کې هيله څرګنده کړه چې د اساسي قانون د کمېټې تر هڅو لاندې به د سوريې مسئله حل شي.

نوموړي په همدې ورځ په دغه ناسته کې وويل، چې اساسي قانون به په سوريه کې د مختلفو ډلو ترمنځ د توپيرونو د له منځه وړلو او د سوريې د سياسي بهير د پياوړتيا لپاره ګټور وي. نوموړي دې ته اشاره وکړه چې د يادې کمېټې جوړول د نوي اساسي قانون د ټاکلو لپاره د مختلفو ډلو د يووالي د ټينګښت لپاره ښه فرصت دی او دا به د سوريايانو د هيلو د پلې کولو لپاره ګټوره وي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای