CRI Online

د چين د بېلا بېلو خواوو شخصيتونه: د خپلو کارونو د بشپړولو له لارې به د چيني خوب د پوره کولو لپاره خدمتونه وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2019-10-03 14:18:58

د اکتوبر په لومړۍ نېټه په بېجينګ کې د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو د اويايمې کليزې د لمانځنې په غونډه کې د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې د رئيس شي جين پينګ د وينا په مناسبت د هېواد د بېلا بېلو خواوو شخصيتونو تاوده غبرګونونه ښودلي. د اوسپنيزو لارو د کارګرانو، د چين د انجنيري اکاډمۍ د غړو، د فضانوردۍ د کارکوونکو او د تقاعد شويو عسکرو په شمول د بېلا بېلو برخو کسانو ويلي چې د خپلو کارونو د بشپړولو له لارې به د چيني ملت د بيا سمسورتيا په اړه د چيني خوب د پوره کولو لپاره خدمتونه وکړي.

عمومي منشي شي جين پينګ د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو د اويايمې کليزې د لمانځنې په غونډه کې د نوي چين د جوړېدو جريان ياد کړ او د دې ستاينه يې وکړه چې د هېواد د بېلا بېلو قومونو خلکو له تېرو اوياوو کلونو راهيسې د يوې موخې په لور کوښښونه کړي او د نړيوالو د پام وړ برياليتوبونه يې تر لاسه کړي. د چين کمونېست ګوند د تاريخ او ابادۍ په اړه د چين د خلکو پوهنتون د انستيتيوت اجرائيه مشر يانګ فنګ چنګ وويل

(( عمومي منشي د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم د نوې زمانې سره سم تاريخي جريان او راتلونکی منظر څرګند کړ او پخوانيو برياليتوبونو ته يې ارزښت ورکړ. د سلو کلونو دوې موخې څرنګه رښتيا کولی شو؟ د عمومي منشي په وينا کې ياد شوي چې د چين کمونېست ګوند پر مشرۍ ټينګار کول، د خلکو پر اصلي مقام ټينګار کول او د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم پر لارې ټينګار کول ډېر مهم دي. ))

عمومي منشي شي جين پينګ په خپله وينا کې دې ته شاره وکړه چې د چين جامع قوت د اوياوو کلنو کوښښونو له امله په نړۍ کې مخکښ مقام تر لاسه کړی. لي وان جون د CRRCګروپ په اړوند د چانګ چون د پټليو ترانسپورت شرکت يو کارکوونکی دی، د ملي جشن په غونډه کې يې ګډون کړی. هغه خبريال ته وويل

(( زما احساس دا دی چې زموږ هېواد پياوړی او ځواکمن دی! ډېر خوشحاله يم چې د فو شينګ په نوم د چين د ګړندي اورګاډي په صورت زموږ ښکلي شوي ګاډي په تيان أن من ميدان کې د اويايمې کليزې په مراسمو کې ګډون کړی. زموږ ګړندو اورګاډيو له تېرو لسو کلونو راهيسې پرمختګ کړی او تر اوسه د نړۍ د اوو لويو وچو يو سلو پنځو هېوادونو ته صادر شوي دي. هيله ده چې زموږ وطن لا ښه شي. خپلې چارې به ښې تر سره کړو، تر څو د هېواد د پرمختګ لپاره خدمتونه وکړو. ))

عمومي منشي شي جين پينګ په خپله وينا کې د ګوند له غړو، د پوځونو له عسکرو او د هېواد د بېلا بېلو قومونو له خلکو څخه وغوښتل چې سره راټول شي، پر اصلي موخو او دندو ټينګار وکړي او د سلو کلونو د دوو موخو او چيني خوب د رامنځته کولو لپاره کوښښونه وکړي. د اويايمې کليزې په مراسمو کې ګډونوال شي يونګ له د چين د فضايي انجنيرۍ د دوهمې اکاډمۍ يو کارکوونکی دی. هغه وويل

(( موږ بايد د فضانوردۍ د کارکوونکو روحيه پراخه کړو او د هېواد د فضايي چارو لپاره خدمتونه وکړو. ))

تقاعد شوي سرتيري جانګ شي جونګ د ملي جشن د رسم ګذشت له کتلون وروسته وويل

(( زه يو سرتيری وم، نو د هېواد په پرمختللو نظامي تجهيزاتو او وسلو ډېر هيجاني يم. له دغو تجهيزاتو څخه ښکاري چې زموږ پوځونه پياوړي دي او زموږ هېواد ځواکمن دی. زموږ د هېواد د لا برياليتوب او ښه راتلونکي په هيله. ))

د چين د انجنيرۍ اکاډمۍ غړي جونګ نان شان وويل، دې ته سترګې په لار دی چې د چين اصلاحات او ورخلاصون به دوام ولري او د پراخو خلکو د کوښښونو شوق به لوړ شي.

(( د عامو خلکو ځواک تر تصور وتلی دی. زما په اند چين به له شلو کلونو وروسته پرمختللی هېواد وګرځي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای