CRI Online

ولاډيمير پوټين: هيله ده چې د روسيې او امريکا ترمنځ اړيکې عادي شي

cri     (GMT+08:00) 2019-10-04 11:16:56

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولاډيمير پوټين د اکتوبر په ۲مه هيله څرګنده کړه چې د روسيې او امريکا ترمنځ اړيکې عادي شي.

د روسيې خبري رسنيو په همدې ورځ خبر ورکړ چې ولسمشر پوټين په همدې ورځ په مسکو کې د روسيې د انرژۍ اوونۍ په نامه د درېيمې دورې په عمومي غونډه کې وويل، روسيه هيله لري چې له امريکا سره اړيکې بيا اعاده کړي، خو تر اوسه پورې دغه شان حالت نه دی رامنځته شوی. نوموړي زياته کړه چې روسيې دې ته پاملرنه کړې چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له روسيې سره د اړيکو د عادي کېدو په اړه دريځ نه دې بدل شوی. روسيه د دې هر کلی کوي. د امکان او لازم فرصت په نيولو سره به اړوند پلان پلی کړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای