د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اکوادور ولسمشر لينين مورينو د اکتوبر په ۳مه نېټه اعلان وکړ چې د هېواد په ټول قلمرو کې ۶۰ ورځنی بيړنی حالت نافذ شوی، څو پر ټولنې باندې د عامه ټرانسپورټي اعتصاب منفي اغيزه کمه شي.
نوموړي وويل، چې حکومت د ټولنې د عادي نظم د ساتلو او د اتباعو د امنيت د ساتلو او عامه امنيت ته د لاريونونو د زيانونو د مخنيوي لپاره د بيړني حالت د پلي کولو پريکړه وکړه.
د معلوماتو له مخې، د اکوادور حکومت څو ورځې مخکې د پطرول په شمول پر تيلو د کومک تګلاره لغوه کول اعلان کړه او له دې امله د تيلو بيه لوړه شوې ده چې دا د خلکو د نارضايتۍ سبب ګرځېدلې ده، نو د دغه هېواد د ټرانسپورتي چارو کارکوونکي د اکتوبر په ۳مه نېټه اعتصاب وکړ. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |