CRI Online

د چين د ملي جشن د رخصتۍ پرمهال بېلابېل کلتوري فعاليتونه تر سره شوي

cri     (GMT+08:00) 2019-10-04 14:31:58

د چين د ملي جشن د رخصتۍ پرمهال په ټول هېواد کې کلتوري فعاليتونه لکه نندارتونونه ډېر په زړه پورې او رنګين وو. د سترې تاريخي لارې او غوره لاسته راوړنې په نوم د نوي چين د جوړېدو د ۷۰مې کليزې د لمانځنې نندارتون زيات شمېر ليدونکي راجلب کړي. په مختلفو سيمو کې ترسره شوي په زړه پورې پروګرامونه او په بېلابېلو موزيمونو کې نندارتونونه د چينايانو رخصتۍ ژوند بډايه کوي ، د چينايانو کلتوري تعقيب يې راضي کړی او نوي چين ته يې د چينايانو درناوی او برکت ښودلی.

د سترې تاريخي لارې او غوره لاسته راوړنې په نوم د نوي چين د جوړېدو د ۷۰مې کليزې د لمانځنې نندارتون د سپتمبر په پای کې په بېجينګ کې د عامو خلکو پر مخ پرانيستل شوی چې د بېلا بېلو ټولنو د ليوالتيا تمه او فعال ګډون تر لاسه کړی دی. د تېرو لويو نندارتونونو په خلاف دا نندارتون د نوي چين د جوړېدو د۷۰ کلن وخت لړيو له مخې تنظيم شوی. ډېرو ليدونکو احساس کاوه چې د نندارتون د کتلو په ترڅ کې ښايي د وخت تونل او تاريخي دهليز ته ننوتلي وي. د نندارتون د پرانيستلو په پيل کې د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کميټې مرستيال مدير او د شمېرنې ملي ادارې مشر نينګ جي جه معلومات ورکړل  نندارتون له ۱۷۰۰ څخه ډېر تاريخي عکسونه او له ۱۸۰ څخه ډېرې مستندې ويډيوګانې راوړي او له ۶۵۰ څخه زيات ډوله توکي پکې راټول شوي،د بېلګې په توګه په نوي چين کې د لومړی جيه فانګ برانډ موټر ، په نوي چين کې د لومړی سور بيرغ برانډ موټر ، ټراکټور او داسې نور.

د ملي جشن په مناسبت په چين کې د ۱۳۰هېوادونو ډيپلوماتانو او د يو شمېر نړيوالو سازمانونو استازو له ياد نندارتون څخه ليدنه وکړه. په چين کې د جاپان سفير په کلکه د چينايانو دوامداره مبارزه او مخکښې روحيې ستاينه وکړه.

 نن ورځ د چينايانو سودا اخيستلو لارې ستر بدلونونه راوړي، دا يوازې په تېرو ۷۰ کلونو کې د نوي چين د پرمختګ او بدلون يو کوچنی عکس دی او ډېری مشهورې لاسته راوړنې شتون لري. په تېرو ډېرو کلونو کې د چينايانو د سختې مبارزې او سمونونو روحيه نه ده بدله شوې. زه غواړم په دې اړه خپله ريښتيني درناوی څرګند کړم.

د چين د فلمومو په موزيم کې د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۰مې کليزې د لمانځنې نندارتون روان دی. تر ۲۰۰ ډېر فلمونه او تر ۵۰۰ ډېر اثار د نوي چين د جوړېدو له ۷۰ کلونو راهيسې د چيني فلمونو د پرمختګ ځلانده تاريخ په بشپړ ډول څرګندوي. د چين د فلمونو موزيم مشرې چن لينګ وويل

 د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۰مې کليزې د لمانځلو په ورځو کې موږ د موضوعاتو نندارتون پيل کړ. موږ غواړو په موزيم کې د سلګونو فلمونو له لارې د تاريخ سره سم تاسو ته په تېرو ۷۰ کلونو کې د چينايانو د مبارزې بهير وړاندې کړو. نو پدې نندارتون کې واقعا له ۷۰ کلونو راهيسې د چيني فلمونو د پرمختګ تاريخ د ښودلو لپاره له ۲۰۰ څخه ډېر فلمونه او له ۵۰۰ څخه ډېر اثار کاروو.

په عين وخت کې لکه څنګه چې مختلف نندارتونونه ګرم دي ، بېلا بېل کلتوري فعاليتونه هم د خلکو د پاملرنې وړ ګرځېدلي دي. د سپتمبر له ۱۶مې نېټې راهيسې په لويه کچه د موسيقۍ او نڅا ننداره " مبارزه ، چينايان" په پلازمېنه بېجينګ کې نندارچيانو ته وړاندې شوي او د خلکو تود هرکلی يې تر لاسه کړی دی. کارپوهان په دې باور دي چې کلتوري سيلانۍ د ملي جشن په موده کې د مصرف نوی خوځنده ځواک ګرځېدلی کوم چې د چينايانو د ژوند غوره کيفيت تعقيب کولو مخ په زياتېدونکې غوښتنې منعکس کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای