CRI Online

د بې وزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې د چين تجربې د نړۍ لپاره ګتورې دي

cri     (GMT+08:00) 2019-10-04 15:10:48

۹۰ کلن کرهنيز کارپوه يوان لونګ پينګ د نوي چين د جوړېدو د ۷۰مې کاليزې په وخت کې د (جمهوريت نښان) تر لاسه کړ. هغه له اوږدې مودې راهيسې د دوه رګه شولو په څيړلو او خپرولو بوخت دی او د چين د غلو دانو د امنيت د ساتلو او نړۍ ته د غلو دانو د برابرولو په برخو کې ستر خدمت کوي. د ده چارې د بې وزلۍ د له منځه وړلو او د خلکو د ژوند د ښه والي په برخه کې د چين د نښې په توګه ګڼل کېږي.

د نوي چين د جوړېدو په پيل کې چين د نړۍ په ډېرو بې وزليو هېوادونو کې يو و او خلکو کافي خوراکونه او جامې نه درلودلې. د تېرې پيړۍ په اوومه لسيزه کې د يوان لونګ پينګ لخوا د دوه رګه شولو د څيړنې له برياليتوب وروسته د خوراکونو په برخه کې د چينايانو ستونزه له منځه يووړل شوه. د چين د کروندو پراخوالی يوازې د نړۍ په عمومي پراخوالي کې نهه سلنه نيسي، خو داسې کروندې د ټولو چينايانو لپاره غلې دانې برابروي چې نفوس يې په نړۍ کې کابو شل سلنه نيسي. د چين د غلو دانو توليدي اندازه په تېرو زياتو کلونو کې په نړۍ کې لومړی مقام نيولی دی. همدارنګه، چين د بې وزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې د ليدو وړ برياليتوب تر لاسه کړی دی. په تېرو ۷۰ کلونو کې په چين کې کابو ۸۵۰ مليونه کسان له بې وزلۍ څخه وتلي دي. له ۲۰۱۳م کال څخه تر ۲۰۱۸م کال پورې، هر کال کابو ۱۲ مليونه کسان له بې وزلۍ څخه وتلي چې په دې برخه کې نړۍ ته د چين خدمتي انډول له ٪۷۰ څخه زيات دی.

چين په نړۍ کې د ډېر لوی پرمختيايي هېواد په توګه د بې وزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې د نړيوال بهير د پياوړتيا لپاره ستر خدمتونه کړي دي. چين نه يوازې لومړی د بې وزلۍ د له منځه وړلو په اړه د م م موخې ته رسېدلی، بلکې د اسيا او افريقا له هېوادونو سره يې بې له شرطه مرستې کړې دي او کوي يې. په تېرو ۷۰ کلونو کې چين ۱۷۰ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو ته کابو ۴۰۰ مليارډه يوانه برابر کړي دي، ۶۰۰ زره مرستندويه کارکوونکي يې ورلېږدلي، څه باندې ۵۰۰۰ اړوندې پروژې يې تر سره کړې دي، د پرمختيايي هېوادونو د کابو ۱۲ مليونو کسانو لپاره د ډول ډول روزنې مرستې يې برابرې کړې دي چې له دې څخه د يو لوی مسؤلانه هېواد په توګه د چين مسؤليت څرګندېږي.

د بې وزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې د چين موډل او تجربې نړۍ ته د چين ځيرکه تګلاره وړاندې کوي. د نړيوال بانک د راپور له مخې، د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې به د اړوندو هېوادونو کابو ۷ مليونه او ۶۰۰ زره کسان له ډېرې بې وزلۍ څخه او کابو ۳۲ مليونه کسان له منځنۍ بې وزلۍ څخه ووځي. چين په ۲۰۱۵م کال کې د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د همکاريو او مرستو صندوق جوړ کړ. تر ۲۰۱۸م کال پورې د دغه صندوق په چوکاټ کې په کابو ۳۰ هېوادونو کې د ناورينونو د ژغورلو او طب په برخو کې څه باندې ۲۰۰ پروژې تر سره شوې دي. د تېر کال په سپتمبر کې د چين او افريقا ترمنځ د همکاريز فورم د بېجينګ په سرمشريزه غونډه کې چين ژمنه کړې چې د چارو د پرمختګ او د توان د پياوړتيا په برخو کې له افريقايي هېوادونو سره لا ښې همکارۍ وکړي او دا د افريقايي هېوادونو د مشرانو لخوا ډېره وستايل شوه. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای