CRI Online

له افغانستان څخه چين ته نوې سوداګريزه لار

cri     (GMT+08:00) 2019-10-04 16:27:21

د سپتمبر په ۵ مه نېټه د افغانستان له حيرتان بندر څخه يو اورګاډی چې پکې په ۴۱ کانتينرونو کې ۱۱سوه ټنه د تالک ډبره بار شوې وه، د چين په لوري وخوځيد او له ۱۴ ورځو وروسته يې د ۶۸۰۰ کيلومترو په مزل کولو سره د همدې مياشتې په ۱۹مه نېته د چين د جيانګ شي ولايت اينګ تان ښار ته ورسيد. دا لومړی ځل دی چې افغان توکي د اورګاډي له لارې چين ته صادريږي او په راتلونکي کې به له افغانستان څخه لازياتې محمولې د اورګاډي په وسيله چين ته وليږدول او صادرې شي. د سي ار ای پښتو څانګې په بېجينګ کې د افغان سفارت لخوا د يادې لومړنۍ افغان محمولې د هرکلي په وياړ د مراسمو په څنډه کې د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې تخنيکي مرستيال خان ولي بشر مل ، د افغان سفارت له شارژدافير موسی عارفي، چين کې د افغانستان بيزنس کنسل رئيس نسيم ملکزي، د افغانستان د صنعتکارانو د عالي شورا رئيس عبدالجبار سافی، چيني کارپوه او د بارچالانۍ تصدۍ له مسئولينو سره مرکې کړې او پر يادې موضوع مو يوه ځانګړې خپرونه جوړه کړې ده.

راځئ د سي ار ای پښتو څانګې په پاڼه يې دلته واورئ


 


د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې تخنيکي مرستيال خان ولي بشرمل په بېجینګ کې افغان سفارت کې ياد مراسمو ته د وينا په حال کې


د چين د جيانګ شي ولايت د جيولوجۍ او کانونو ادارې پخوانی رئيس او د چين د جيولوجۍ شورا اوسنی رئيس ۸۳ کلن ښاغلی (چن دا شياو) له سي ار ای سره د مرکې په حال کې


په چين کې د افغانستان د بيزنس کنسل رئيس نسيم ملکزی له سي ار ای سره د مرکې په حال کې


د افغانستان د صنعتکارانو د عالي شورا رئيس عبدالجبار سافی له سي ار ای سره د مرکې پر مهال


د سي نوه په نوم د چين د جه جيانګ ولايت د بارچالانۍ شرکت منيجر سونګ جينګ له سي ار ای سره د مرکې په ترڅ کې

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای